د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور رياست یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولايت د ارشاد حج او اوقافو ریاست لخوا د ۵ جوماتونو جوړولو چارې پيل شوې.
خبرپاڼه کې د پکتیکا د ارشاد حج او اوقافو رئیس عیدولي حلیمي په خبره ويل شوي چې دغه ۵ جوماتونه د اسلامي امارت د مشر په ځانګړي حکم مرکز ښرنه ښار کې جوړیږي چې ۳۱.۵ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.
دغه جوماتونه په مرکز ښرنه ښار کې «حمزه رض» په نوم او پاته نور کټواز لین، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست انګړ کې، د پکتیکا لوړو زدهکړو موسسې دننه او یو به هم د ښرنې ښار اړوند «حویلۍ» ساحه کې جوړ شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې همدارانګه راغلي چې هر جومات به له ۳۰۰ تر ۶۰۰ پورې په یو ځل د لمونځ کوونکو ظرفیت لري چې په پاخه او اساسي ډول جوړیږي.
د دغو جوماتونو د جوړولو چارې به ۹ میاشتو کي بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چې دوه اوونۍ وړاندې هم د ارشاد حج او اوقافو رياست له لوري مرکز ښرنې ښار کې یو جومات جوړولو چارې پیل شوي دي.



