د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین د جګړې له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره له اوکراین سره د دوه اړخیزو خبرو وړاندیز وکړ.
پوتین د روسیې دولتي تلویزیون سره خبرو کې ویلي چې مسکو د سولې هر ډول خبرو ته دروازې پرانېستې او په وینا یې، له کېیف هم ورته تمه لري.
نوموړي د روسیې دولتي ټلوېزیون ته وویل: «موږ تل په دې اړه خبرې کړي چې د سولې د هر ډول نوښت په اړه مثبت چلند لرو. موږ هیله لرو چې د کېیف رژیم استازي به هم ورته احساس ولري.»
بلخوا د پوتین اوکرایني سیال ولودېمیر زېلېنسکي بیا ویلي، کېیف لېواله دی چې پر ملکي اهدافو د بریدونو د بندولو په اړه بحث وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
زېلېنسکي په یوې ویډیويي وینا کې که څه هم د پوتین وړاندیز ته مستقیم ځواب ورنهکړ، خو ټينګار یې، وکړ چې کېیف د اوربند په اړه «هر ډول خبرو ته چمتو دی» چې پر ملکي وګړو بریدونه ودروي.
دواړه مشران د امریکا له لوري تر فشار لاندې دي او ګواښ یې، کړی، که د سولې په اړه هوکړې ته ونهرسېږي، د سولې ټینګښت له اړوند بهیر به ځان وباسي.