د بهرنیو چارو وزارت وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (یکشنبه، وري ۳۱) ویلي، د دغه وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز «د افغانستان ـ قزاقستان اړیکو کې تازه فرصتونو» تر نوم لاندې علمي ـ څېړنیزه ناسته کړې.
دغه غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر وليالله شاهین ویلي، قزاقستان د سیمې په کچه یو اغېزناک هېواد دی او د اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرني سیاست دا زمینه برابره کړې چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې د پاموړ فرصتونه او پرمختګونه رامنځته شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاده ناسته کې د قزاقستان د جمهوري ریاست د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ مشر دوکتور یرکین توکوموف هم ویلي، افغانستان کې د وروستیو کلونو پرمختګونو د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ګڼ فرصتونه رامنځ ته کړي.
د هغه په وینا، تر ټولو مهم فرصتونه افغانستان کې سرتاسري امنیت او د بیارغونې کارونو ته د زمینې برابرېدل دي.