د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فائز نن شنبې سلاموطندار ته وویل، تېره ورځ د دغه ولایت د الهسای ولسوالي «بهادرخېل» سیمه کې یوه کس څلورو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د کفایتالله په نوم دغه ۵۲ کلن سړي خپله مېرمن او یو بل کس او د هغه کوچنی زوی په ډزو وژلي دي.
هغه وویل، تورن کس خپل هم ځان ټپي کړی او تښتېدلی وو چې وروسته بیا د امنیتي ځواکونو په هڅو ونیول شو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نیول شوي کس لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او ویلي، دغه کار یې د ناموسي موضوعاتو په دلیل ترسره کړی دی.
د امنیتي مسوولانو په وینا، نیول شوی کس به تر څېړنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.



