Asset 1SWN

تورخم کې د نښتو له امله شاوخوا ۸۰۰کورنۍ بېځایه شوي

1

د سیمې یوشمېر اوسیدونکي وایي، د پاکستان توغندیزو بریدونو له امله یې کورونو او هټیو ته زیان رسېدلی او دوی کډه کولو ته اړ شوي.

د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته، د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو درې پرلپسې ورځې نښتې کړي چې دواړو لورو ته یې زیانونه اړولي.

محلي مسوولان وایي، لومړی ځل پاکستاني پوځیانو وروسته له هغه پر افغان لوري بریدونه وکړل چې د اسلامي امارت ځواکونه خپل لور ته د تاسیساتو پر جوړلو بوخت وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغو بریدونو په ځواب کې افغان ځواکونو د پاکستان یوشمېر امنیتي پوستې هم له منځه وړي.

له لومړۍ نښتې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ دوه ځلې نورې هم نښتې شوي دي.

د سیمې یوشمېر اوسیدونکي وایي، د پاکستاني پوځیانو د بریدونو له امله یې کورونه او دوکانونه په نښه شوي او دوی ته درانه مالي زیانونه رسېدلي چې په دلیل یې د کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

په اړه یې روقیل او عبدالحق چې د تورخم سرحدي سیمې د «غوړکي» کلي اوسیدونکي دي، وایي:

«د پاکستان له‌خوا هاوانونه راغلل، نور مو خپل بچي لوڅې پښې او زنانه مو را واخیستل او په خوړونو کې راووتو. د پاکستان لخوا مرمۍ را روانې وې، دا نه معلومیدې چې چیرته لګیږي. له هغه ځایه مو دلته پناه راوړله او تاسو ته پته ده چې په هغه شپه باران هم وو، نه مو د ماشومانو کورتۍ وې، نه مو کمپلې درلودلې، بس دلته مو سرپناه راوړې.»

«له هغه ځایه په ډیر سخت حالت کې راووتلو، ماشومانو مو راو ویستل نه څادر او نه کمپله هیڅ هم نه وو، د پاکستان لخوا سختې تیزې مرمۍ راتللې او قصداً یې کورونه ویشتل او د هغوی لخوا سخت په عذاب شولو او دلته راغلو.»

یوشمېر نورو هغو کورنیو چې د تورخم نښتو کې زیانمنې شوي وویل، پاکستاني پوځیان د اسلامي امارت له ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه‌لري، نو ځکه وخت ناوخت د ملکي خلکو کورونه او کاروباري ځایونه په نښه کوي.

په اړه یې عبدالشکور او نصیب الله وایي:

«غوښتنه مو دا ده چې پاکستان باید ګیټ خلاص کړي او دا یو ښه ګاونډیتوب نه دی چې دغسې حالات یې روان کړي که هغې خوا ته پښتون دي یا دې خواته پښتون دی، دواړه ته تاوان دی، د روژې میاشت ده، که وچه وي که لمده وي، یو مړۍ ډوډۍ به په خپل کور کې وای.»

«پاکستان لخوا ډیر شدید جنګونه دي او همدا مرمۍ دي چې په مونږ باندې راځي. دا ښه ګاونډیتوب نه دی، د تورخم دواړو خواته پښتانه دي او مونږ سره ډیر ظلم کیږي او دوی هر وخت مونږ سره همداسې ظلم کوي.»

ورته مهال د ننګرهار محلي مسوولان وایي، تورخم کې د پاکستاني لوري د بریدونو له امله شاوخوا ۸سوه کورنۍ بېځایه شوي.

دوی وویل، د جګړې له امله د بېځایه شویو کورنیو سروې یې پیل کړې او په پایته رسیدو سره به یې، دغو کورنیو ته مرستې ووېشل شي.

د ننګرهار د کډوالو چارو رئیس بازمحمد عبدالرحمن او د لالپورې ولسوالۍ د کډوالو کمپ مسول محمد هاشم میوندوال وایي:

«له تورخم او غوړکي سمیو ۸سوه کورنۍ رابیځایه شوي. د مهاجرینو ریاست تر نظارت لاندې د موسساتو سروې روانه ده او په لنډ وخت کې به ورسره انشأالله کومکونه وشي.»

«دا اوس هم ډیرې موسسې راغلي او په سروې اخته دي، ددې لپاره چې له بیځایو شویو کورنیو سره یو څه کومک وکړي او دا لومړنۍ اسانتیاوې مونږ ورته برابروو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې پاکستاني لوري له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې د تورخم دروازه د هر ډول تګـراتګ پر وړاندې تړلې او د ډېورنډ فرضي کرښې دواړو لوریو ته سلګونه مسافر، زرګونه بار وړړنکي موټر او بېړني ناروغان بند پاتې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام