د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې کابینې لومړۍ ناسته کې د وینا پرمهال ویلي چې اوکراین دې له ناټو سره د یوځای کېدو خوب نهویني.
ټرمپ د کابینې په لومړۍ ناسته کې پرته له دې چې د اوکراین او امریکا ترمنځ د کېدونکې هوکړې په اړه جزییات ورکړي، وویل: «اوکراین دې له ناټو سره یوځایکېدل هېر کړي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي ټينګار وکړ چې پر اوکراین د روسیې برید هم د همدې موضوع له امله دی.
ټاکل شوې چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي جمعه په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر سره وګوري.
تمه ده چې د دې لیدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه هوکړه هم لاسلیک شي چې پر بنسټ به یې، امریکا د اوکراین ملاتړ وکړي او بدل کې به یې، د دغه هېواد له کاني منرالونو ګټه واخلي.
ټرمپ په وار وار نیوکه کړې چې امریکا له اوکراین سره ډېرې مرستې کړي او په وینا یې، دغه هوکړه اوکراین ته یو فرصت دی چې د امریکا پور بېرته ورکړي.