خوست کې د تېرو دوو ورځو پرمهال ۱۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
د خوست امنیه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دويمې امنيتي حوزې ځواکونو ۱۳ کسان د بېلابېل جرمونو په تور نيولي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياد کسان د موټرسایکلونو، ځیرک موبایلونو، کورونو ته د اوښتو او په لارو او کوڅو کې د لارونیونو، شوکو، جېبوهلو او د نشهیي توکو د خرڅلاو په تور نیولي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې له نیول شویو کسانو سره یو عراده غلا شوی موټرسایکل، اته سېټه غلا شوي موبایلونه، یوشمېر پاکستانۍ کلدارې او یوه اندازه نشهیي موادو هم نیول شوي دي.
له یادو کسانو یوشمېر په خپلو جرمنو اعتراف کړی او منلي یې دي چې د خوست سربېره یې په کابل کې هم ورته شان جرمونه کړي دي.