Asset 1SWN

سلام وطندار

پنجوايي کې ۲۰۰۰غواګانو ته د لمپي‌سکېن ناروغي ضد واکسین ورکړل شو

لمپي‌سکېن واکسین

د کندهار په پنجوايي ولسوالي کې ۲۰۰۰ غواګانو ته د پوستکي ناروغي ضد «لمپي‌سکېن»  واکسین ورکړل شوی دی.

دغه واکسین د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او د خوراک او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ ورکړل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وایي، د پوستکي ناروغي غواګانو کې د شیدو کموالي، پوستکي خرابوالي، د څارویو مړینې او د محصولاتو د کمښت سبب ګرځي.

د نوموړي په وینا، د پنجوايي ولسوالي ۲۰۰۰ غواګانو ته د ناروغي ضد واکسین ورکړه، د یادې ناروغي مخنیوي لپاره مهم ګام دی.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، پنجوايي کې شاوخوا ۲۰۰۰ غواګانو ته دغه واکسین په ۴۵ ورځو کې ورکړل شوی دی.

بل‌خوا څاروي لرونکي د کندهار کرنې ریاست او د FAO نړیوال سازمان څخه مننه کوي چې د دوی د څارویو د ساتنې لپاره ګټور ګامونه پورته کوي.

د څارویو لمپي‌سکېن یا د پوستکي ناروغي د مخنیوي لپاره ۵۵زره دوزه واکسین ځانګړی شوی چې کندهار کې د ژېړۍ، دامان، ډنډ، ارغنداب، لوړ او ښکته شاولي‌کوټ، لوړ او ښکته میوند، سپین بولدک ولسوالیو او د مرکز په ۱۵ ناحیو کې پلی کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه هڅې د مالدارانو لپاره د څارویو د روغتیا ساتنې او د محصولاتو د زیاتوالي لپاره د ارزښت وړ ګڼل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام