یوشمېر افغان نجونې او ښځې وايي، په هېواد کې له وروستیو سیاسي بدلونونو او د ا.ا لهخوا د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لګېدو له کبله یې په کورنۍ او ټولنه کې خپل پخوانی ځای له لاسه ورکړی دی. سلاموطندار په دغه راپور کې له ۲۵ هغو نجونو او ښځو سره مرکې کړي چې له زدهکړو بېبرخې شوې دي. دوی ټولې په کورنۍ او ټولنه کې د خپل ځای د له لاسه ورکولو کیسې کوي.
د دغو نجونو له ډلې ۲۰ هغه یې وايي چې د کورنیو له فزیکي، ژبنیو او اروايي فشارونو سره مخ دي، خو پنځه نورې یې سره له دې چې د تاوتریخوالي تجربه نهده کړې وايي، د دوی په اړه یې د کورنۍ د غړیو نظر بدل شوی دی. دوی زیاتوي چې کورنۍ یې فشار پرې راوړي، څو ودونه وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ستایش چې د کابل اوسېدونکې ده او مخکې یې په بېلابېلو ادارو کې کار کاوه وايي، د حکومت لهخوا د ښځو پر کار محدودیتونو له امله یې خپله دنده له لاسه ورکړه او د خپلې کورنۍ د غړیو چلن هم ورسره بدل شوی دی.
نوموړې زیاتوي: «له هغه وخته چې زه بېدندې شوم، نه پلار ارزښت راکوي، نه مور او نه ورور. کله چې ما کار کاوه، زما کورنۍ ونه منله چې واده وکړم او ترې جلا شم، خو اوس مې پلار مې وايي، که کوم کراچيوان پیدا شي، ور به دې کړم.»
فوزیه هم چې د کورنۍ نفقه یې پر غاړه وه او له ۱۷ کاله کار وروسته اوس بېدندې شوې وايي، وزګارتیا د دې او کورنۍ ترمنځ پر اړیکو منفي اغېزې کړي او کله کله د خاوند او د هغه د کورنۍ لهخوا سپکاوی هم ورته کېږي.
زلیخا بیا د بامیان اوسېدونکې ده. نوموړې وايي، مخکې ښوونکې وه او د نظام له بدلون وروسته وزګاره شوې ده. هغه زیاتوي چې د وزګارتیا له امله د کورنۍ په مهمو پرېکړو کې ښکېله نهده او هېڅ یې نظر نه پوښتل کېږي. نوموړې زیاتوي: «کله چې زه استاده وم، په کورنۍ کې زما نظر ډېر غوښتل کېده او درناوی راته کېده، خو اوس چې له درس او هر څه پاتې یم، نوره استاد نه یم، ټول راته بېاحترامي کوي او نظر مې هم نه اخلي.»
په همدې حال کې یوشمېر نجونې چې په دغه راپور کې ورسره مرکې شوي وايي، له زدهکړو څخه لرېوالی یې لامل شوی چې دوی د خپلې راتلونکې او د کورنۍ په اړوندو پرېکړو کې له ونډې لرو بېبرخې پاتې شي.
اسما چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو له کبله له زدهکړو پاتې شوې، وايي: «بدلونونه راغلي. زه چې کله ښوونځي ته تللم، پلار او مور مې ډېر راباندې مهربانه وو، یوازې به یې راته ویل چې لورې، درسونه دې وایه. خو کله چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، چلن یې ډېر بدل شوی او هېڅ مې اړتیاوو ته پام نه کوي. اوس چې وایم انګلیسي ژبه او کمپیوټر زده کوم، پیسې راکړئ. پلار مې وايي، ښوونځی دې چې ولوست، څه دې وکړل چې اوس انګلیسي او کمپیوټر وایې.»
یوشمېر نورې نجونې چې کورنۍ یې لا هم ملاتړ کوي وايي، له زدهکړو او کار څخه لرېوالی په ټولنه کې د کمترۍ احساس ورکوي. پنځلسکلنه سمیه وايي: «طبیعي ده، هغه وخت موږ په یوه اکاډمیک چاپېریال کې وو او ویل کېدل چې دوی زدهکړې کړي، خو اوس چې پر کور ناستې یوو، البته چې توپیر لري. اوس چې ښار یا بازار ته ځوو، خلک راته په بل نظر ګوري؛ ځکه تاسو پوهېږئ، هغه کسان چې لوړې زدهکړې ولري، خلک ورته په درنه سترګه ګوري.»
د ښځو حقونو یوشمېر فعالانې هم باور لري چې د نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار د محدودیتونو زیاتېدل او له ښوونیز او کاري چاپېریال څخه لرېوالی یې په اوږدمهال کې په ټولنه کې منفي پایلې لري.»
د ښځو حقونو فعاله حسنا رووفي وايي: «په تېرو درېوو کلونو کې د ښځو محرومیت هغوی له دوامداره ننګونو سره مخامخ کړې دي. د ښځو پر وړاندې تر ټولو لوی محدودیت زدهکړو او کار ته نه لاسرسی دی او دغه وضعیت له اقتصادي اړخه کورنۍ ځپلې دي. د نجونو او ښځو رول یې هم را کم کړی دی.»
د پوهنتون استاد او ټولنپوه احمدراشد صدیقي هم وايي: «له بده مرغه په کومه ټولنه کې چې موږ ژوند کوو، په ټولنه کې زموږ ځایځایګی د هغو عوایدو له مخې ټاکل کېږي چې موږ یې لرو او له همدې لارې راته درناوی کېږي. هغه ښځې چې مخکې یې کار کاوه او اوس وزګاره شوي، په تدریجي ډول ورته د کورنیو پام راکم شوی او دا کولای شي چې کورنۍ کې د ښځو پر رول او د ماشومانو پر زهکړو هم اغېز وکړي.»
ارواپوه سویتا حبیبي بیا له زدهکړو او کار څخه د ښځو لرېوالی د هغوی د اروايي ستونزو د ډېروالي لامل کېږي؛ په پایله کې یې پر ځان باور راکمېږي او د ناهیلۍ او کمترۍ احساس ورته پیدا کوي.»
که څه هم سرپرست حکومت، په تېره د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت په تېرو څه باندې درېوو کلونو کې پر افغان نجونو او ښځو پراخ محدودیتونه لګولي او لا یې هم دغه وضعیت ته دوام ورکړی، خو د دغه وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر سلاموطندار ته ویلي چې دغه وزارت د ښځو حقونو ورکړې ته ژمن دی او هڅه کوي چې پر وړاندې یې کورنی تاوتریخوالی هم راکم کړي.
نوموړی زیاتوي: «د امر بالمعروف وزارت د کورني تاوتریخوالي په اړه ډېر حساس دی او د کورنیو په منځ کې د بېلابېلو پلمو په مرسته پیدا شوي تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یې ګامونه اوچت کړي دي. که څوک د خپلې کورنۍ لهخوا له دا ډول ستونزو سره مخ وي، کولای شي له امر بالمعروف وزارت سره اړیکه ونیسي او که په ولایتونو کې وي، کولای شي د امر بالمعروف ریاستونو ته ورشي یا د ۱۹۱ شمېرې ته زنګ ووهي.»
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو ویلي، د تېرو درېوو کلونو پر مهال د ښځو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو له امله له هرو ۱۰ ښځو څخه اته یې له اروايي ستونزو او کورني تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي.