Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيکا کې په ۳ میلیونه افغانۍ یو چک‌ډېم ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

IMG-20241024-WA0002

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت یو چک‌ډېم جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د پکتيکا ولايت مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه چک‌ډېم پرون چهارشنبه، لړم دویمه ګومل ولسوالي کې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، د دغه چک‌ډېم لګښت د اوبو او انرژی وزارت له لوري ورکړل شوی چې درې میلیونه افغانۍ دي.

یاد چکډېم ۳۴متره اوږدوالی، ۶متره لوړوالى او د ۲۰۵۰متره مکعب اوبو د زېرمې ظرفیت لري.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې ياد چک‌ډيم په جوړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه او په زياته اندازه ځمکې به خړوبې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچې ساتنې او لوړېدو سربېره، د کرنیزو اوبو مدیریت لپاره کوچني او لوی چک‌ډېمونه جوړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام