Asset 1SWN

اطلاعات او فرهنګ وزارت د کال غوره فرهنګي او هنرو اثارو ګټوونکو ته جایزې ورکړې

طططط

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت «نن چهارشنبه، لړم دویمه» کابل کې د یوې غونډې پرمهال د روان کال د هنري او فرهنګي اثارو د سیالیو ګټونکي اعلان کړل.

د دغه وزارت مسوولانو د ۱۴۰۳ کال د هنري او فرهنګي اثارو د جشنوارې په یوه رقابتي پروګرام کې پر هغو هنرمندانو او فرهنګي کارکوونکو چې د ادب، فرهنګ، ژورنالیزم، تیاتر، فلم، ښکلو هنرونو او ټلویزیون په برخو کې یې، کار کړی، نغدي جایزې او ستاینلیکونه ووېشل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی وايي، د ګټونکو غوره شوي اثار د ۴۰۰ رقابتي اثارو څخه د یوې رڼې پروسې پربنسټ، غوره شوي دي.

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د عامه فرهنګ رييس سيف‌الرحمن محمدي وویل: «په دې اوونۍ کې سږکال ۴۶۴ اثر د سیالۍ لپاره ثبت شوي وو چې له ډلې یې، د داوارانو په رایه غوره اثار وټاکل شول.»

د یادې جشنوارې د پلاوي غړي محمدداوود ناظم وویل: «پر موږ له کوم لوري هېڅ فشار نه‌و چې کوم اثر باید لومړی یا دویم شي، البته دې سیالیو ته وړاندې شوي، ټول اثار بریالي دي، خو جایزې کمې دي او سېسټم داسې دی چې باید غوره وټاکل شي.»

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت چارواکي وايي دغه پروګرام د فرهنګي کارکوونکو او هنرمندانو د ملاتړ په موخه جوړ شوی وو. دوی همدارنګه له فرهنګ‌پالو او هنرمندانو غواړي چې په خپلو فرهنګي کارونو کې اسلامي ارزښتونو او د هېواد فرهنګي تمدن ته زیاته پاملرنه وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ مرستیال عتیق‌الله عزیزي وايي: «د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا ډول پروګرامونو او سیالیو جوړول، خپل مسوولیت ګڼي او په دې سره غواړي د هېواد د فرهنګ او ارزښتونو د ساتنې او پراختیا په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.»

بل‌خوا د فرهنګي او هنري اثارو د دغه پروګرام ګډونوال هيله لري چې په هېواد کې د هنري او فرهنګي برخو د ملاتړ لپاره لا زيات کار وشي.

د دې پروګرام ګډونوال حبیب‌الرحمن غفاري سلام‌وطندار ته وویل: «هرڅومره چې موږ د کلتور په برخه کې ډیر پروګرامونه جوړ کړوو، هغومره به د خلکو د کلتور او ارزښتونو په منعکس کولو کې اغیزمن وي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه کلنۍ جشنواره هېواد کې د فرهنګي او هنري فعاليتونو د ملاتړ په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له‌خوا جوړیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام