Asset 1SWN

پکتیا کې په څه باندې ۲۳ ميليونه افغانۍ شنې‌خونې جوړېږي

f1dfe942-c4ec-4042-96c5-71ad9f6c1ebf

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سبزیجاتو شنې‌خونې جوړېږي.

دغه شنې‌‌‌خونې په مرکز ګردېز او څلورو ولسواليو کې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لوري د څه باندې ۲۳ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي.

د یادو ۱۴۵ شنوخونو د جوړولو لپاره بزګرانو ته د اړتيا وړ ۴۱ قلمه وسايل وېشل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مسولانو په وينا، د یادو شنو‌خونو په جوړېدو سره به په ټولو موسمونو کې د پکتيا اوسېدونکي سابه او ترکاریو ته لاسرسی ولري او د سبزيجاتو موسمي تولیداتو کې به زیاتوالی راشي.

د پکتيا کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي وایي، په دې ولایت کې د موسمي سبو د کرکېلې دودولو او د بزګرانو د ملاتړ په پار په مرکز ګردېز او څلورو ولسواليو کې ۱۴۵ شنې‌خونې جوړوي.

نوموړي ټينګار وکړ چې ياد شمېر شنوخونو له ډلې، ۳۰ په مرکز ګردېز، ۳۰ په شواک، ۲۵ په زرمت، ۳۰ په سیدکرم او ۳۰ په جاني‌خېلو ولسوالیو کې جوړېږي.

په ورته وخت هغه بزګران هم خوښي څرګندوي چې د سبزيجاتو کرلو لپاره ورته شنې خونې جوړېږي.

د مرکز ګردېز اړوند د حاجيانو کلي یوه بزګر رفېع‌الله سلام‌وطندار ته وويل چې د شنې‌خونې په جوړېدو سره به هر موسم کې سبزيجات په‌کې کري چې د پلور له لارې به يې، د کورنۍ اقتصادي حالت ښه شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه له مسوولانو غوښتنه وکړه چې د سبزيجاتو اوبه کولو لپاره دې ورته د سولر سېستم برابر او هم دې نورو شنوخونو جوړولو لپاره اقدام وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام