Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

۱۱۱۱۲۲۲۲۱۱

د میدان‌وردګ چارواکي وايي چې له تېرې ورځې راهیسې د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالي کې د پرله‌پسې اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې له امله یې، خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سېلابونه وړمه شپه د دایمیرداد ولسوالي په پیره، حکیم‌خېل، بخشک، علي جان‌خېل، صفاخېل، للندر، کونج، محمدیارخېل، سفېدوال، لښکري او احمدخېلو سیمو کې سېلابونه راوتلي چې د يادو سیمو خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د یادو سېلابونو له امله د یوشمېر کلیو لارې هم ویجاړې شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سېلاب‌ځپلې کورنۍ هم له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړې چې په یاده ولسوالي کې ژر تر ژره د سېلاب‌ځپلیو کورنیو سروې وکړي او له زیانمو شویو کورینو سره مرستې وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام