Asset 1SWN

پر غزې بریدونه؛ یوه ورځ کې ۴۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

gaza grisis image

غزه کې روغتیايي سرچینې وايي چې د اسراییلي ځواکونو په نننیو بریدونو کې۴۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

روغتیايي سرچینې الجزیرې ته ویلي چې ډېری دغه کسان د غزې مرکز او شمال کې د اسراییلو د بریدونو پرمهال په نښه شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینې همداراز زیاته کړې چې اسراییلو د غزې شمال کې په کم‌سارې توګه خپلو ځمکنیو بریدونو او عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

الجزیري خبري شبکې نن سه‌شنبه، اکتوبر اتمه راپور ورکړی چې د غزې په مرکزي سیمه کې د پنځو مېرمنو او دوو ماشومانو په ګډون ۲۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه کسان داسې مهال په نښه شوي چې اسراییلي ځواکونه په سېسټماتیک ډول د شمال د تخلیې لپاره هڅې کوي.

له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو پر غزې برید پیل کړی، ۴۱۹۶۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹۷۵۹۰ کسان هم ټپیان شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راپورونو له مخې، په وژل شویو کې ۷۰سلنه ښځې او ماشومان شامل دي. همداراز میلیونونه کسان بیا د جګړو له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام