ایران د سهشنبې په شپه د بالسټیکو توغندیو په ګډون، په شاوخوا ۲۰۰ توغنديو اسراییل ویشتي دي. د ایران سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې که اسراییل ځواب ورکړي، لا سخت ځواب به ورکړي.
په همدې حال کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر اېکس یو پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې د دغه برید موخه یې د خپل هېواد د ګټو دفاع وه. هغه د اسراییلو لومړي وزیر ته په خطاب کې ویلي چې ایران جګړه نه غواړي، خو د هر ډول ګواښ پر وړاندې کلک ولاړ دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ادعا کړې چې د دغه هېواد لهخوا د اسراییلو پر لور د توغول شویو توغندیو څه باندې ۹۰ سلنه پر ټاکل شویو موخو لګېدلي دي. خو سپینې ماڼۍ بیا ادعا کړې چې د دغو توغندیو ډېری یې شنډ کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي زیاته کړې: «زموږ د توغندیو تر ۹۰ سلنې زیات یې پر نښه شویو ځایونو لګېدلي او نهدي توانېدلي چې مخه یې ونیسي. په هر حال موږ پخوا هم هېوادونو ته ویلي وو او دا ځل هم وايوو چې هېڅکله خپله فضا د دوښمن په واک کې ور نه کړي؛ زموږ له نظره هغوی مسوول ګڼل کېږي.»
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له دغه برید په یوې خبري غونډه کې پر دغه هېواد برید د ایران لویه تېروتنه بللې ده. هغه زیاته کړې: «ایران نن لویه تېروتنه وکړه او بیه به یې پرې کړي. د ایران رژیم نهشي درک کولای چې موږ له ځانه د دفاع او له دوښمن نه د غچ اخیستو کلک هوډ لرو. موږ هغه څه ته ژمن یوو چې له وړاندې مو مشخص کړي. هر څوک چې پر موږ برید وکړي، موږ برید پرې کوو.»
بلهخوا د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د ایران برید اغېزمن نه ښکاري. بایډن ټینګار کړی چې د تهران لپاره د دغه برید پایلې لا روښانه نهدي. نوموړي زیاته کړې: «موږ لا هم د دغه برید اغېزې ارزوو، خو د هغه څه پر بنسټ چې تر اوسه پرې پوهېږو، داسې ښکاري چې دغه برید ناکام او بېاغېزې و. دا د اسراییلو او د امریکا متحده ایالتونو د نظامي وړتیاوو ښکارندويي کوي.»
په همدې حال کې پر اسراییلو د ایران توغندیز برید په سیمه او نړۍ کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی. امریکا، بریټانیې، فرانسې او یوشمېر نورو هېوادونو دغه برید غندلی دی. په ډېرو غبرګونونو کې له ښکېلو خواوو غوښتل شوي چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ له زیاتولو ډډه وکړي.
د نړیوالو اړیکو یوشمېر کارپوهان هم وايي چې اسراییل له پیله هڅه کوي چې ایران په مستقیمه توګه په جګړه کې ښکېل کړي. د نړیوالو اړیکو کارپوه طاهر عرفاني وايي، دا چې اسراییل اوس په غزه او لبنان کې پر جګړې اخته دي؛ نو ایران ته به غوڅ ځواب ور نهشي کړای.
هغه زیاتوي چې امریکا به هم هڅه وکړي چې په سیمه کې د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره د اسرائیلو غبرګون محدود کړي. نوموړی ټینګار کوي چې په منځني ختیځ کې د امریکا ګټو ته په کتو به دغه هېواد هم ونه غواړي چې له ایران سره په مخامخ جګړه کې ښکېل شي.
همداشان، د نړیوالو چارو کارپوه عبدالناصر شفیق پر اسراییلو د ایران برید د دغه هېواد مشروع حق بولي او وايي، اسراییلو څو ځله د ایران پر خاوره برید کړی دی. هغه باور لري چې پر اسراییلو د ایران برید سمبولیک و او که د اسراییلو پر وړاندې یې لا سخت اقدام کړی وای، ښايي اسراییلو به ټوله سیمه او د ایران ملګري هېوادونه جګړې ته وربللي وو.
د يادونې ده چې اسپانيې، جرمني او جاپان هم پر اسرایيلو د ايران بريد غندلى او په منځني ختيځ کې يې د تاوتريخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.