Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې ۱۱ کسان د غلا په تور نیول شوي

1222

د خوست امنیه قومنداني وياند طاهر احرار وايي، د تېرې یوې اوونۍ پرمهال دغه ولایت کې یوولس کسان د بېلابېلو غلاوو په تور نیول شوې دي.

دغه کسان له جنایي جرمونو سره د مبارزې مديريت منسوبينو له لوري د یاد ولایت مرکز، علیشېرو او ترېزیو، تڼیو، صبریو او یعقوبیو، اسماعیل‌خېل او مندوزیو ولسوالیو کې نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د احرار په وينا، په يادو کسانو کې څلور هغه کسان هم نیول شوي چې د ا.ا د غړیو له نوم څخه په استفادې به یې، غلا کوله.

نوموړي زیاته کړه چې نورو نیو شویو کسانو به په لويو لارو، له کورونو د غلا او د خلکو د جيبونو د وهلو په تور نيول شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام