Asset 1SWN

سلام وطندار

ننګرهار او لغمان کې سېلابونه؛ درې کسان مړه او ۲۰ ټپیان دي

838609c0-7278-4986-8e58-2651805ae4c8

ننګرهار او لغمان کې د وروستیو سېلابونو له امله درې کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوې دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کوز کونړ(ښېوې) ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې نن سهار «جمعه، تلې ۶مه» د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سېلابونو له امله  درې کسان مړه او ۲۰ ټپیان شوي دي.

د سېلابونو او اورښت له امله ۱۵۰ کورونه هم ویجاړ شوې دي.

بل‌خوا د لغمان الینګار ولسوالي کې هم سېلابونو خلکو ته زیانونونه اړولي چې په‌کې د الینګار سیند پر سر نوی جوړېدونکی پیوستون هم زیانمن شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې سربېره، د دواړو ولایتونو په ګڼو سیمو کې سېلابونو کورونه نړولي او سېلاب‌ځپلي مرستو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام