Asset 1SWN

سلام وطندار

بدخشان کې یوه غونډۍ ښویېدلې او درې کسان په‌کې مړه شوي

Badakhshan-Faizabad-q5ag0rhprebnvo0pw0w5urqtvbix6q012ul4hn9si0

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر حکمت‌الله محمدي وايي، د وږي په ۲۹مه، د پنجشنبې ورځ غرمه مهال شاوخوا دولس بجې د دغه ولایت په خواهان ولسوالي کې د خاورو یوه غونډۍ را ښویېدلې چې له کبله یې درېوو کسانو خپل ژوند بایللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، یاد کسان د سرو زرو پلټلو لپاره پر رېګ‌مینځلو بوخت و چې غونډۍ پرې را ښویېدلې ده. هغه زیاتوي چې دا پېښه د امو سیند ترڅنګ شوې ده.

د معلوماتو له مخې، قربانیان د خواهان ولسوالي د خم‌بهار او دو درګي سیمو اوسېدونکي دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا لومړۍ پېښه نه‌ده، بلکې تر دې وړاندې هم په بدخشان او ځینو نورو ولایتونو کې د سرو زرو پلټلو یا هم کان اېستلو پر مهال د غونډۍ، کان یا غر ښویېدو له کبله یوشمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام