Asset 1SWN

سلام وطندار

د روان کال له پیله بریدونو او عملیاتو کې ۱۹۳ پاکستاني سرتېرې وژل شوي

پاکستان برید

د پاکستان پوځ وايي چې دغه هېواد کې د روان کال له پیل راهیسې تراوسه د عملیاتو او بریدونو په ترڅ کې ۱۹۳ سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر «ای‌اېس‌‌پي‌ار» مشر احمدشریف چوهدري راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د تېرې یوې میاشت پرمهال یې، د پاکستان بېلابېلو سیمو کې ۴۰۲۱ عملیاتونه کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، د یادو عملیاتو پرمهال ۹۰ مشکوک وسله‌وال هم وژل شوې دي.

په ورته مهال د پاکستان د سولې مطالعاتو مرکز په یوه راپور کې ویلي، د تېرې اګسټ میاشتې پرمهال دغه هېواد کې ۵۹ بریدونه شوي چې له امله یې، ۸۴ کسان وژل شوي او ۱۶۶ نور ټپیان دي.

ډېری دغه بریدونه په خېبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې شوې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دغو دوو ایالتونو کې د وروستیو څو میاشتو پرمهال د حکومت ضد بریدونو زور اخیستی چې تر ډېره نظامیان په نښه کېږي.

نږدې دووه اوونۍ مخکې بلوچستان کې بېلتون غوشتونکو بلوڅانو ادعا وکړه چې پر یوه وخت یې، لسګونه بریدونه کړي چې پرمهال یې، ۱۳۰ پاکستاني سرتېرې وژلې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په دې بریدونو کې همداراز لسګونه موټر هم سوځول شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام