Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې په ۲۰ میلیونه افغانیو یو جومات جوړ شو

c2aea8be-8de2-4ab0-b319-c57b351c6084

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۰ میلیونه افغانیو پر ارزښت یو جامع جومات جوړ او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو.

د میدان وردګ د والي ویاند وحید‌الله سروري سلام‌وطندار ته وویل، مرکز میدان‌ښار کې د یوه شخصي کس حبیب‌الله جانبدار په مالي ملاتړ د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د «صوفي شازمان» په نوم جومات جوړ کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل دغه جومات چې په دوه پوړونو کې جوړ شوی، د برښنا، اوبو، شنې ساحې، کتابتون او د موټرو لپاره تم ځای اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.

هغه زیاته کړه د یاد جومات د ګټې‌اخیستنې پرمهال د چارو ادارې رییس شیخ نورالحق انور هم ګډون کړی و.

هغه د هېواد په بیارغونه کې ولسي ونډه اړینه وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې له حکومت سره د وطن په بیارغونه کې اوږه په اوږه برخه واخلي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې وړ ده څه موده وړاندې په جغتو ولسوالۍ کې هم په شخصي مالي ملاتړ د یولک ډالرو په ارزښت یو باب جومات ګټې اخیستنې ته سپارل شوی وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام