Asset 1SWN

افغانستان او ترکمنستان څو اقتصادي قراردادونه لاسلیک کړي

هدایت_الله-بدری-در-ترکمنستان-qtf2izm5td3616frbkdvrnf95b3mdmq1pqnz27zeko

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي، د دغه وزارت سرپرست هدایت‌الله بدري ترکمنستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره څو اقتصادي قراردادونه لاسلیک کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان (ټاپي) پروژه، د ۵۰۰ کیلوولټه برښنا د لیکې (TOP) پروژه او د تورغونډۍ-هرات اورګاډي پټلۍ لپاره د لازمو تاسیساتو جوړول په دغو قراردادونو کې شامل دي.

د اقتصادي چارو شنونکي د دغو قراردادونو د لاسلیک هرکلی کوي او وايي، ا.ا په تېرو درېوو کلونو کې اقتصادي پالیسي غوره کړې او په دې برخه کې يې هڅې هم روانې دي.

د اقتصادي چارو شنونکی تاج‌محمد تلاش وايي، د دغو پروژو لاسلیک او پلي کېدل به د پانګونې لپاره د سیمه‌ییز باور جوړېدو ترڅنګ، خلکو ته کاري اسانتیاوې برابرې او هېواد به ورسره اقتصادي وده وکړي.

ځینې نور شنونکي بیا ټینګار کوي چې د افغانستان د اوسني وضعیت ښه کولو لپاره باید د کانونو او زېربناوو پر پراختیا پانګونه وشي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمدولي سنګر وايي، له ترکمنستان سره د نویو قراردادونو لاسلیک او د عملي کار پیل کولای شي په مستقیم او نامستقیم ډول د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي. د هغه په خبره، پر یادو پروژو میلیارډونه ډالر لګول کېږي او افغانستان ته یې هم ښه عواید رسېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت‌الله بدري ترکمنستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له بېلابېلو چارواکو سره د مهمو دوه‌اړخیزو او څواړخیزو اقتصادي پروژو، لکه ټاپي، د ترکمنستان‌، افغانستان او پاکستان د ۵۰۰ کیلوولټه برښنا د لېږد پروژې، د تورغونډۍ‌–‌هرات د اوسپنې پټلۍ (ټاپ) په اړه هم خبرې کړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د يادونې ده چې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د تېرې اوونۍ د چهارشنبې ورځ د ترکمنستان په رسمي بلنه د يوه پلاوي په مشري د دغه هېواد پلازمېنې عشق‌اباد ته تللى و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام