Asset 1SWN

مزارشریف کې په ۲۲ میلیونه افغانیو یو جومات جوړ شو

ساخت-مسجدی-در-مزارشریف-2-qtevdb4y9ecd9iqczokrq6b6ln678qr2mcd1ug1qbs

د بلخ محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار هکې یې په شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانیو یو جومات جوړ او د لمونځ‌کوونکو پر مخ پرانېستی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د «مسجدالاقصی» په څېر دغه جومات د مزارشریف ښار په کامګار څلورلارو کې جوړ شوی دی. د بلخ محلي مسوولانو د وږي په نهمه، د جمعې ورځ یاد جومات په رسمي ډول پرانېستی دی.

د بلخ د محلي مسوولانو په وینا، د کام‌ایر هوايي شرکت د دغه د جوړېدو لګښت چې په پاخه او بنسټیزه توګه جوړ شوی، ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

مسوولان زیاتوي چې یاد جومات په یوه کال کې جوړ شوی او په یوه وخت کې ۲۰۰ لمونځ‌کوونکي په‌کې لمنځونه کولای شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام