Asset 1SWN

د غزني د مقر ولسوالي اوسېدونکي په خپل لګښت ښوونځی جوړوي

ساخت-مکتبی-در-ولسوالی-مقر-غزنی-qt153nqd4y6em702es29gu9ug3t4eo6zvy9zicvc7c

د غزني محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مقر اوسېدونکي په خپل لګښت یو ښوونځی جوړوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، ټاکل شوې دغه ښوونځی د مقر ولسوالي په عزت‌کلا کې په څلورنیم میلیونه افغانیو د خلکو له لوري جوړ شي.

د غزني د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر میاګل صدیق سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ښوونځي د جوړولو چارې نن سهار (د وږي دویمه، جمعه) پر یو جریب ځمکې پیل شوي او دولس درسي ډولګي، اداره او نورې ټولې اسانتیاوې به ولري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې د غزني د ګیلان ولسوالي اوسېدونکو بیا دوه ورځې وړاندې په خپل لګښت د یوې دیني مدرسې د جوړولو چارې پیل کړې.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام