Asset 1SWN

بندامیر لوبډلې په شپږیزه لیګ کې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

454844553_1037975144999217_3033935532328652241_n

د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالي نن دوشنبه، زمري ۲۲مه په کابل کې کرېکټ لوبغالي کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

د یاد لیګ په لومړۍ لوبه کې بندامیر ډراګنز لوبډلې د سپین غر ټایګرز پر وړاندې لوبه وکړه چې دغه لوبه یې، د ۱۹ منډو په توپیر وګټله.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ډراګنز لوبډلې لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د صدیق اتل د ۶۹ منډو پر مټ د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۷ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې سپین‌غر ټایګرز لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکل شویو شلو اورونو کې یوازې ۱۴۸ منډې جوړې کړې.

د بندامیر لپاره په توپ‌اچوونه کې الله محمدغضنفر ښکلې توپ‌اچوونه وکړه او څلور اورونو کې یې، ۱۱ منډې ورکړې او درې وېکټې یې ترلاسه کړې.

امیرحمزه هم درې لوبغاړي وسوځول.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دغه لیګ په دویمه لوبه کې مېس‌عینک نایټز لوبډله له امو شارکز سره مخ ده چې هغه لوبه به له غرمې وروسته ۲ بجې پیل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام