Asset 1SWN

د هوا ګرمښت؛ د انتاني روغتون ډاکټران: د ورځې ۳۰۰ ناروغان مراجعه کوي

انتاني روغتون-کابل

د کابل د انتاني روغتون ډاکټران وايي، د وروستیو ورځو پرمهال د ګرمۍ په ډېرېدو سره پر بېلابېلو ناروغیو د اخته‌کېدو ناروغانو شمېر لوړ شوی دی.

کابل کې ډېری د اسهالاتو، محرقې، تبې، ټوخي او د زېړي ناروغان، روغتونونو او د درملنې مرکزونو ته مراجعه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل انتاني روغتون، ډاکټر احسان‌الله حکیمي سلام‌وطندار ته وویل، دې وروستیو کې د هوا ګرمېدو له امله پر بېلابېلو ناروغیو اخته څه باندې ۳۰۰ کسان هره ورځ د درملنې لپاره دغه روغتون ته مراجعه کوي.

نوموړي وویل: «د ورځې ۳۰۰ کسان چې د ګرمۍ ډېدو له امله دغه روغتون ته مراجعه کوي، ډېری یې، الرژي او نورې ناروغیو باندې اخته کسان دي چې روغتون ته راځي. تبه، د غړو درد، اسهالات او خواه‌ګرځولو ناروغۍ ډېرې شوي دي.»

یوشمېر ناروغ‌لرونکي هم وايي چې سیمو کې یې، د هوا پر ګرمېدو سره د اسهالات، تبې، ټوخي او زېړي په څېر ناروغۍ زیاتې شوي دي.

د کابل انتاني روغتون ناروغ‌لرونکی شېرزوی وايي: «همدا نن شپه مې راوړی، اسهال دی او استفراق کوي. له خولې او لمنې دی؛ ډاکټران وايي، محرقه دی او تور زېړی لري، اوس بستر دی.»

روغتیاپالان له ناروغانو غواړي چې که د سر درد، کمزورتیا، زړه‌بدوالي او اسهالاتو علایم لري، روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

د انتاني روغتون ډاکټر سمیع‌الله وویل، د ګرمۍ په دلیل د ناروغیو مخنیوي لپاره خلک باید له سرو کړو خوړو ډډه وکړي او ډېر مایعات مصرف کړي. «ګرمۍ کې چې پاخه خواړه پاتې وي، دا خلک ناروغوي، محرقه او نورې ناروغۍ دي چې ساري دي، ډېری د ګرمۍ له امله دي. اسهالات هم زیات دي. له مستقیم لمر دې ځان وساتي، سره کړي خواړه دې نه‌خوري او ساړه اوبلن خواړه دي وخوري. یخې اوبه دې ډېرې نه څښي، مناسبې اوبه دې وڅښي، دا ورته ستونزې پیدا کوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د روغتیا نړیوال سازمان هم تېره و ررځ د یوې بیانیې په خپرولو سره د ځمکې د حرارت درجې د لوړېدو خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې ځانونه له ګرمې هوا وساتي او ډېره ګرمۍ کې له فعالیت کولو ډډه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام