د پکتيا د امنيې قومانداني مسوولان وايي، یوه دولس کلن ماشوم د دغه ولايت په زرمت ولسوالي کې د کورني تاوتريخوالي له امله ځان را ځړولی او وژلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پکتيا د امنيې قومانداني وياند عبدالباري منيب ځدران وايي، ياد ماشوم له خپل بل ورور سره د کرېکټ لوبې پر سر تر لانجې وروسته په خپل کور کې ځان را ځړولی دی.
د نوموړي په خبره، پېښه نن (د زمري لومړۍ، د دوشنبې ورځ) سهار پنځهنیمې بجې د زرمت ولسوالي د عليجانخېلو کلي کې شوې ده.
هغه زیاتوي چې د دوی د لومړنيو پلټنو له مخې، روښانه شوې چې کورنۍ يې له بل چا سره کومه شخصي ستونزه نه لرله او پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله شوې ده.