Asset 1SWN

سلام وطندار

پروان کې ناپېژنده کسانو د جومات امام وژلی

Kabul to Kandahar Highway near Pol-e Matak, Parwan Province, Afghanistan

د پروان امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د دغه ولایت په جبل‌السراج ولسوالي کې ناپېژنده کسانو د جومات ملا امام وژلی دی.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار نن جمعه، چنګاښ ۲۹مه سلام‌وطندار ته وویل چې وژل شوی امام «محمود» نومېږي او ۲۷ کاله عمر لري. د هغه په خبره، دغه کس په ښکاري ټوپک وژل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مسکین‌یار همداراز وویل چې یاد ملا امام د سیدخېل ولسوالي په نیازي‌خېلو کلي کې د یوه جومات امام او د دیني مدرسې ښوونکی و.

هغه زیاته کړه چې نوموړی د جبل‌السراج او سیدخېل ولسوالیو ترمنځ سیمه کور ته پر لاره وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

‏د پروان امنیه قومنداني ویاند په وینا، تراوسه د دغه امام د وژنې انګېزه نه‌ده په ډاګه شوې او په اړه یې څېړنې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام