Asset 1SWN

روسیي پانګوالو پنجشېر کې پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

زمرد-پنجشیر-121-qec36yb2wdb9kpt9n4i1mevc0oq3hlh7q565uuz0js

د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د کانونو استخراج او کیندنې برخه کې روسي پانګوالو، پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د پنجشېر والي ویاند سیف‌الدین لټون نن چهارشنبه، چنګاښ ۲۷مه سلام‌وطندار ته وویل چې دغه ولایت ته یوه ډله روسي پانګوال او د کانونو برخې متخصصان ورغلي او د والي ترڅنګ یې له نورو چارواکو سره هم لیدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، روسي پانګوالو د دې لیدنو ترڅنګ لېوالتیا ښودلې چې د ټکنالوژۍ پر مټ کولای شي، د یاد ولایت کانونه استخراج او پروسس کړي.

 د پنجشېر والي ویاند همداراز ټينګار وکړ چې روسي پانګوالو ته د دغه ولایت پر کانونو د پانګونې لپاره د امنیت ډاډ ورکړل شوی او په وینا یې، «والي دوی ته ویلي چې په قانوني توګه د کانونو پر استخراج پانګونه کولای شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د روسي پانګوالو ترڅنګ، د یو‌شمېر نورو هېوادونو پانګوالو هم د دغه ولایت د زمرد پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام