Asset 1SWN

سلام وطندار

هرات کې د زعفرانو کارګر: له سهاره تر ماښامه په ډېر کم مزد کار کوو

IMG-20240709-WA0006-qr71lwl2l9p00fh8w0jhqaawofow2ayv5mumzoenpk

معصومه چې ۴۰ کاله عمر لري او هرات کې د زعفرانو په یوه کرونده کې کار کوي وايي، خالي دسترخوان او د ماشومانو لوږې اړ کړې چې له سهاره تر ماښامه د زعفرانو په یوه کرونده کې په ډېر کم مزد کار کوي.

هغه وايي چې کلونو راهیسې د یو کیلو زعفرانو پاکولو په بدل کې ورته ۵۰ افغانۍ ورکوي. معصومه وايي، له پاڼو نه د ګل جلا کول اسانه کار نه‌دی او له سهار څخه تر بېګاه پورې یوازې له درې تر څلورو پورې زعفران پاکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې سلام‌وطندار ته ویلي: «موږ ته یې ګټه نشته؛ یو کیلوګرام په ۵۰ افغانۍ پاکوم؛ له سهار تر مازدیګره هلته ناست یوو، زړه مو ستړی او د کار فشار ډېر دی. که کم شي، ۵۰ افغانۍ ترې کموي. موږ بله دنده نه لرو؛ اړ یوو چې کار وکړو.»

د هرات یو بل اوسېدونکی عليزی هم د معصومې غوندې د کار له ډېروالي، خو د پیسو له کموالي شکایت کوي. هغه وایي، شل کاله کېږي چې په زعفرانو کې د ورځې په مزدوري کار کوي او یوازې دومره پیدا کوي چې ویې خوري. هغه له مرستندویه بنسټونو او د هرات له محلي مسوولانو څخه غواړي چې ستونزې یې حل کړي.

نوموړی زیاتوي: «د بازارموندنې برخه، د بازار ستونزې هم له شرکتونو نیولې تر بزګرانو پورې ټول ستونزې لرو. د کرنې ریاست یوازې هغه څه چې له وسې یې کېږي، د شرکتونو او بزګرانو په واک کې یې ورکوي، خو دا همکارۍ یې بسنه نه کوي؛ موږ ډېرې ستونزې لرو.»

د هرات د زعفرانو د کاروباریانو ټولنې رییس محمدابراهیم عادل وايي، ډېری کروندګرو د زعفرانو کرلو ته مخه کړې او ورځ تر بلې یې په نړیوال بازار کې هم بیه لوړېږي. د هغه په خبره، تېر کال په هرات کې ۲۱ ټنه زعفران تولید شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «افغانستان کې د زعفرانو کښت ډېر او ښه شوی؛ ځکه چې افغانستان کې یې بیه ډېره لوړه ده. زموږ کروندګرو او تولیدوونکو ورسره ډېره علاقه پیدا کړې؛ ځکه د یو کیلوګرام زعفرانو بیه ۱۲۵ زره افغانیو ته رسېږي او کروندګرو یې کښت ته مخه کړې ده.»

هرات کې د زعفرانو د کاروباریانو ټولنه داسې مهال د زعفرانو د بیې لوړوالي خبره کوي چې کارګران یې د مزد او تنخوا له کموالي سر ټکوي.

بله‌خوا د هرات محلي مسوولان هم په دغه ولایت کې د زعفرانو د کښت زیاتوالي خبر ورکوي او وايي، په دغه ولایت کې له ۷۵۰۰ هېکټاره ډېرې ځمکې زعفران کرل شوي او ۲۰ زره کورنۍ په‌کې په مستقیم او نامستقیم ډول بوختې دي. دوی د زعفرانو د کارګرانو د مزد کموالي او د کار زیاتوالي برخه کې بې‌طرفي ښيي او باور لري چې هر کارګر خپل زیار ته په کتو پیسې اخلي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هرات د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر محمدنسیم سحر وايي: «موږ دا خبره نه تایید او نه هم ردوو؛ هر څوک د خپل زیار په کچه ګټه ترلاسه کوي؛ بازار هر چا ته معلوم دی؛ اوس بازار له ۱۲۰ تر ۱۳۰ زره افغانیو پورې دی؛ هم کروندګر او هم سوداګر خپله ګټه کوي. د کرنې ریاست هڅه کوي چې له کرلو تر حاصل ټولولو پورې ورسره همکاري وکړي.»

هرات کې د زعفرانو د یوشمېر کارګرانو په وینا، ځینې سوداګر او صنعت‌کاران د کارګرانو له بې‌وزلۍ او اقتصادي اړتیاوو ناوړه ګټه اخلي او د ډېر سخت کار په بدل کې ډېرې کمې پیسې ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام