د ځوانانو راډیو فوټسال جام د مرکزي زون سیالي چې دا ځلې په غزني کې جوړې شوې وې، د میدانوردګ د امېدوطن لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
دغه سیالي د غزني، میدانوردګ، بامیان او دایکندي ولایتونو د فوټسال لوبډلو ترمنځ پرون جمعه، چنګاښ ۲۲مه په غزني ښار کې جوړې شوې وې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه لوبو برابرونکي وايي چې یادې سیالي یې، د ځوانانو ترمنځ تفرېح، د دوی د مثبتو سیالیو لپاره لاره جوړول او د ورزش د نورو څانګو په څېر د فوټسال لوبې ودې لپاره جوړې کړې دي.
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې د دایکندي د نیلي ښاروالي لوبډلې د غزني «دیارسنایي لوبډلې» پروړاندې لوبه وکړه چې د غزني لوبډلې دغه لوبه ۴ پر ۳ وګټله.
پایلوبې ته کې امید وطن او د غزني دیار سنایي لوبډلو لاره پیدا کړې وه چې امید وطن لوبډلې پای لوبه کې ۴ پر ۳ بریا خپله او د یادو لوبډلو اتلولي یې ترلاسه کړه.
د میدانوردګ اړوندې امیدوطن لوبډلې د یادو لوبو د اتلولي په ګټلو سره د ځوانانو راډیو د فوټسال جام سیالیو بل پړاو ته لار پیدا کړه.
د ځوانانو راډیو د فوتسال جام سیالي دا مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې روانې دي چې پهکې اته زونونه شامل دي او د هر زون اتله لوبډله به په سوپر جام سیالیو کې د یوه بل پر وړاندې لوبه وکړي.