د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولانو د کوکنارو د بدیل کښت د پنځه کلن پلان د وروستي کولو په موخه غونډه کړې ده.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباحالدین مستعین سلاموطندار ته ویلي چې په یاد پلان کې د بېوزلۍ کچې راکمولو لپاره د کروندګرو د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا په موخه د بدیل کښت د پروژو پلي کول، د کوکنارو د کښت کمول او له منځه وړل او د کوکنارو بديل کښت ته د بزګرانو هڅول شامل دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته وخت کې د کرنې برخې یوشمېر کارپوهان وايي، د دغه پلان په پلي کېدو سره به په هېواد کې د کوکنارو د بدیل کښت دودولو ته لاره هواره شي.
د پروان پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد حکيمالله اميني وايي، دا طرحه په هېواد کې د کوکنارو د بديل کښت پر دودولو مثبت اغېز لرلى شي.
نوموړی زیاتوي: «د ولایتونو اقلیمي شرایط دې مطالعه شي چې د کوکنارو بدیل کښت په کومو شرایطو کې ښه پایله ورکوي. له دې وروسته به دا طرحه په هېواد کې له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې د کوکنارو کښت د بدیل لامل شي.»
د کرنې برخې یو بل کارپوه سیداحمد ملکزاده هم وايي چې دا طرحه به د کوکنارو د بدیل کښت په پېژندلو کې اغېزمنه تمامه شي.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وزارت د روان لمريز کال له پيل راهيسې په ټول هېواد کې ۱۷۴۳ هېکټاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.