د بامیان په لرې پرتو سیمو کې یوشمېر امېندواره مېرمنې وايي، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی، د سالمو خوړو نه لرل او اقتصادي ستونزې یې لامل شوي چې د امېندوارۍ پر مهال پر خوارځواکۍ اخته شي.
امنه احمدي چې ۳۱ کاله عمر لري او د پنځو میاشتو امېندواره ده وايی، د اقتصادي ستونزو له کبله یې سالم خواړه نهدي خوړلي او اوس پر خوارځواکۍ اخته ده. هغه زیاتوي: «اقتصادي ستونزې لرم او خاوند مې هم وزګاره دی. زه نهشم کولای چې ځان سالم خواړه برابر کړم؛ نو پر خوارځواکۍ اخته شوې یم.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بامیان د یکاولنګ۱ ولسوالي د یوې لرې پرتې سیمې اوسېدونکې فرزانه وايي، روغتیايي مرکزونو او سالمو خوړو ته د نه لاسرسي له کبله پر خوارځواکۍ اخته شوې ده.
د بامیان د حیدراباد سیمې اوسېدونکې صدیقه نظري وايي، هڅه کوي چې د وینې جوړوونکو ګولیو او سالمو خوړو په کارولو سره د خپلې خوارځواکۍ درملنه وکړي. نوموړې زیاتوي: «زه پر خوارځواکۍ اخته یم، وینه مې کمه ده. د درملنې لپاره د اوسپنې لرونکې ګولۍ او هغه خواړه خورم چې ګټور دي.»
د بامیان په ولایتي روغتون کې د نسايي او ولادي ناروغیو متخصصه سېمین نوازي وايي، سږ کال د تېر هغه په پرتله پر خوارځواکۍ د اخته امېندوارو مېرمنو شمېر زیات شوی دی.
د هغې په وینا، په وروستیو څه کم دوو میاشتو کې ۱۲۰ امېندواره مېرمنې چې پر خوارځواکۍ اخته وې، دغه روغتون ته ورغلي او دغه شمېر په تېر یوه کال کې ۴۰۳ ته رسېده.
د بامیان په عامې روغتیا ریاست کې د امېندوارۍ برخې مسووله بیا وايي چې د زېږون ترمنځ د واټن په پام کې نه نیول پر خوارځواکي د هغو د اخته کېدو اصلي لامل دی. نوموړې زیاتوي: «امېندواره میندې باید د ورځې څلور وخته ډوډۍ وخوري او دغه خواړه هم باید ډول ډول وي، څو وېټامینونه او اوسپنه یې په بدن کې جذب شي، څو یوه مور د وېټامینونو له کمښت او د وینې کموالي او خوارځواکۍ له اخته کېدو سره څخه وژغورل شي.»
په بامیان کې امېندواره مېرمنې داسې مهال پر خوارځواکۍ د اخته کېدو خبر ورکوي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې ویلي و چې په روان زېږدیز کال کې څلور میلیونه افغان ماشومان او ښځې له سختې خوارځواکۍ څخه کړېږي.