رویټرز خبري اژانس د اردن د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې د دغه هېواد څوارلس وګړو د حج مراسمو ادا کولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رویټرز زیاته کړې، دغه کسان پرون په سعودي عربستان کې د سختې تودوخې له کبله مړه شوي او اووهلس نور اردنیان تريتم شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، سږ کال له ټولې نړۍ څخه یو میلیون او ۸۰۰ زره کسان د حج ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.