Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې یو کس د انسان‌تښتوونکو له منګولو ازاد شو

Logar-Province-qm7i4f1n6wsy484qpfl7wnpa4wu9e3pojeh8tphy14

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي چې تېره شپه د خوښۍ ولسوالي امنتي ځواکونو له «کډوالو ښارګوټي» څخه تښتولی شوی کس بېرته ازاد او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د ظفرخان په نوم یو کس چې اصلي د خوست ولایت اوسېدونکی ده او د خوښۍ ولسوالۍ په «کډوالو ښارګوټي» کې د دوستانو کور کې مېلمه و، د شپې یولس بجې د ناپېژنده کسانو له لوري له کور څخه راېستل شوی او لرې سیمې ته بېول شوی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، یاد کس د خوښۍ ولسوالي د امنیتي ځواکونو له لوري د شپې دوه بجې بېرته ازاد شوی او انسان تښتوونکي چې شمېر یې څلور کسان وو، په تېښته بریالي شوې دي.

انس زیاته کړه، پېښه جینایي ده او د لوګر امنیتي ځواکونو هڅه کوي چې د یادې پېښې عامیلین ونیسي او قانون ته یې وسپاري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېره میاشت هم د لوګر امنیه قومنداني پولیسو یو ۱۳کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګلو ازاد کړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام