Asset 1SWN

افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د زېږون پر مهال مري

مرگ_ومیر-مادران-در-افغانستان-q42wsi0rz58jgjlllk06rq6x6ltjt8gtoh3m845pc8

د روغتیا نړیوال سازمان د یک‌شنبې په ورځ په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی او په‌کې لیکلي یې دي چې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د زېږون پر مهال د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د بودیجې په کمېدو سره به یې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې شمېر نور هم زیات شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه راپور په یوه برخه کې لیکل شوي: «هره ورځ په افغانستان کې ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د زېږون پر مهال د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري او که بودیجه کمه شي، دا شمېر به نور هم لوړ شي. موږ له جدي ګواښونو سره د مقابلې لپاره ۳۵۲ میلیونه ډالره نورو پیسو ته اړتیا لرو.»

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دغه سازمان تېر کال د بودیجې د کموالي له امله ۴۲۸ ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه وتړل او په دې سره د ۶۰۰ زرو ماشومانو او له ۲۴۰ زرو څخه د زیاتو امیندوارو مېرمنو پر حالت یې ناوړه اغېز وکړ.

په همدې حال کې د هرات اوسېدونکې راضیه وايي، دوه اوونۍ وړاندې یې د وینې د کمښت له امله خپله نږور او لمسۍ له لاسه ورکړې دي.

دغه راز، د پروان اوسېدونکى شاه‌جهان هم وايي چې له دوو ماشومانو څخه يو يې د وينې د کمښت له امله له لاسه ورکړى او بل يې په روغتون کې بستر دى. هغه زیاتوي: «څو شپې کېږي چې نوې زېږېدلي ماشوم ته مو وینه ورکړه؛ اوس نوره وینه نه پیدا کېږي.»

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په اړه د روغتیا نړیوال سازمان راپور ردوي او وايي، په هېواد کې د زېږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه کمه شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان امرخېل وايي، د روان کال په تېرو پنځو میاشتو کې د روغتیايي مرکزونو د زیاتوالي له امله یوازې په ټول هېواد کې ۳۰۰ میندې د زېږون پر مهال مړې شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «موږ د روغتیا نړیوال سازمان راپور ردوو او په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې کچه کمه شوې ده. په تېر یوه کال کې مو په لرې پرتو سیمو کې ۳۵۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي او دا ښيي چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۳۰۰ میندو د زېږون پر مهال پل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

د عامې روغتیا وزارت چارواکي زیاتوي چې سږ کال په ټول هېواد کې د میندو او ماشومانو لپاره ۲۸۸ ځانګړي روغتیايي مرکزونه جوړوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام