Asset 1SWN

د روسیې دفاع وزیر: افغانستان لا هم د سیمې د بې‌ثباتۍ اصلي سرچینه ده

۱۱۱

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د ځینو ګاونډیو هېوادونو له اندېښنو وروسته د روسیې دفاع وزیر په دې وروستیو کې ادعا کړې چې افغانستان لا هم د سیمې او منځنۍ اسیا د بې‌ثباتۍ اصلي سرچینه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روسیې د دفاع وزیر اندري بیلوسوف د جمعې په ورځ په قزاقستان کې د ډله‌ییز امنیتي تړون د دفاع وزیرانو شورا په غونډه کې ویلي، یوشمېر توندلارې ډلې په افغانستان کې شته او له افغانستانه بهر د هغوی د پراخېدو امکان هم نه‌شي ردېدلای. ‎هغه د دغو اندېښنو د حل لپاره ټینګار کړی چې تاجکستان باید له افغانستان سره خپلې پولې ټینګې کړي.

خو د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد بیا د ا.ا په اړه د روسي چارواکو د څه مودې وړاندې څرګندونو څخه خوښ دی او له ا.ا سره د هغوی اړیکې مهمې بولي.

د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان هم وايي چې د افغانستان په اړه د روسي چارواکو په څرګندونو کې بې‌باوري د افغانستان په اړه د دغو هېوادونو دوه‌مخی سیاست په ګوته کوي.

د سیاسي چارو کارپوه محمدباقر محسني د افغانستان په اړه د هېوادونو څرګندونې پر افغانستان د فشار یوه بڼه بولي.

هغه زیاتوي: «د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او د خلکو ناخوښي د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لپاره یو بستر دی. د مرکزي اسیا او سیمې هېوادونه اندېښمن دي، که یو متمرکزه دولت جوړ نه‌شي، افغانستان به د ترهګرۍ د زیاتېدو لامل شي.»

د نظامي چارو کارپوه عزیز ستانکزی هم بیا وايي، هېوادونه دې د ادعاوو پر ځای، د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره له ا.ا سره په ګډه کار وکړي.

نوموړی زیاتوي: «د سیمې ځینې هېوادونه د افغانستان په اړه دوه‌ګونی سیاست چلوي؛ یو ښکاره او بل د پردې تر شا؛ دا له واقعت نه لرې څرګندونې د عامه ذهنونو د ګډوډولو لپاره دي. که دوی رښتیا د ستونزې حل غواړي، باید له امارت سره خپل استخباراتي موارد شریک کړي او امارت هم باید د ابهام د له منځه وړلو لپاره استخباراتي موارد له هغوی سره شریک کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د يادونې ده چې د پاکستان او قرغېزستان چارواکو تېره اوونۍ په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او دا يې د ټولې سيمې لپاره ګواښ بللی و.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام