د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی او هلته یې د سیستان او بلوچستان له والي سردار محمد کرمي سره لیدلي دي.
په دغه کتنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا، د افغانستان د ونډې پر زیاتوالي او د چابهار بندر له لارې د افغاني توکو د ټرانزیټ په اړه خبرې شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست دغه کتنه کې له ایراني لوري د نرخونو د کمولو، د چابهار بندر له لارې د افغانستان د ټرانزیټي توکو لپاره د یوې امتیازي لارې د ټاکلو، د ټرازیټ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د چابهار بندر پر لاره د ټرانزیټي قرنطینیه محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده سلاموطندار ته وویل: «دواړو لوریو هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او د چابهار له لارې د ټرانزیټ پیاوړتیا لپاره ګډه تخنیکي کمېټه جوړه او د مرکزي کمېټې له لوري موضوعات څارل کېږي.»
د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا د هېواد په ګټه بولي او زیاتوي چې سرپرست حکومت دې له ایران سره په اقتصادي اړیکو کې هڅه وکړي، څو د ایران د صنعتي تولید پوه هېواد ته انتقال کړي او د چابهار له لارې د افغانستان د زیاتې ګټې اخیستنې لپاره زمینه برابره کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه قیس محمدي سلام وطندار ته وویل: «ایران ته له دې سفرونو تمه دا ده چې موږ وکولای شو، ایراني لوري ته قناعت ورکړو چې له افغانستان سره د یو صادرونکي په توګه نه بلکې د سوداګریزو اړیکو په برخه کې د یوه سوداګریز شریک په توګه چلند وکړي، په دې معنی چې افغانستان د دوی لپاره د بازار ترڅنګ د دې زمینه هم برابره کړي چې پانګونه ولېږدوي، څو د پانګونې ترڅنګ د تولید علمیت هم افغانستان ته ولېږدول شي.»
د پاکستان ترڅنګ، دد سوداګرۍ د راکړې ورکړې په برخه کې ایران هم د افغانستان لپاره له مهمو هېوادونو شمېرل کېږي.
په دې وروستیو کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر هم دغه هیواد ته د یوه سفر په ترڅ کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پیاوړتیا په برخه کې یو لړ هوکړو ته رسیدلي وو.