Asset 1SWN

چین کې اورلګېدنه؛ لږ تر لږه ۱۵کسان وژل شوي

501032d3-5432-4573-bb37-730f3c92895d_16x9_1200x676

د چین په ختیځ نانجینګ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

چارواکي وايي، د لومړنیو پلټنو پر بنسټ، اور د «جمعې پر ورځ، فبرورۍ ۲۳مه» د نانجینګ په «یوهواتای ولسوالي» کې د هستوګنې د یوې ودانۍ په لومړي پوړ کې لګېدلی، چېرته چې برښنايي بایسکلونه ساتل کېدل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، اور د جمعې پر سهار شپږ بجې پیل شوی و چې د اوروژنې ډلې، تر دوو بجو اور مهار کړ. د ژغورنې عملیاتو کې د اطفایو ۲۵ موټرو او ګڼو اوروژونکو برخه اخیستې وه.

د پېښې له امله شاوخوا ۴۴ کسان روغتون ته د درملنې لپاره لېږل شوي چې د یوه ټپي روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

 اورلګېدنې او نورې طبیعي پېښې چین کې یوه عادي خبره ده چې د خوندیتوب معیارونه د دغه هېواد له پرمختګ وروسته پاتې دي.

وروسته له هغې چې تېره میاشت د دغه هېواد په مرکزي سیمه شینیو کې اورلګېدنې ۳۹ کسان ووژل، ولسمشر شي‌جين پېنګ د ورته پېښو مخنیوي په اړه د خوندیتابه پر لارو چارو د ژور فکر کولو غوښتنه وکړه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د چین په شانسي کې د ډبرو سکرو د یوه شرکت په دفتر کې هم تېره نومبر میاشت کې د اورلګېدنې له کبله ۲۶ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام