د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی وزیر وايي چې دغه هېواد کې مېشت ټول افغان کډوال به بېرته افغانستان ته واستول شي.
سرفراز بوګټي دغه هېواد کې له یوې رسنۍ سره په مرکه کې خبرداری ورکړی چې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره د ثبت شویو کډوالو په ګډون به ټول افغانان د روان کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته دوو پړاوونو کې له دغه هېواده واېستل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بوګټي زیاته کړې چې افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او د دې وخت راغلی چې ټول افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.
نوموړې له جیونیوز سره مرکه کې ویلي: «افغان کډوال په دوو پړاوونو کې اېستل کیږي، لومړی به هغه افغانان واېستل شي چې اسناد نه لري یا تور بازار کې یې د پاکستان پېژند کارت ترلاسه کړی. بل پړاو کې به ملګروملتونو سره ثبت افغان کډوال واېستل شي. دغه پروسه دوه تر دریو میاشتو وخت نیسي. اوس افغانستان کې جګړه نشته، او پاکستان کې مېشت افغانان باید خپل هېواد ته ستانه شي.»
د پاکستان د کورنیو چارو چارسمبالي د یادې مرکې په یوې برخه کې ویلي چې د روان میلادي کال د نومبر میاشتې له پیل څخه به هره اوونۍ له دوو تر ۳زرو افغان کډوال افغانستان ته واستول شي.
هغه وویل: «دا عملیات به د نومبر له لومړۍ نیټې پیل شي او په ټول پاکستان کې به وي، په دې عملیاتو کې د ټولو ښارونو چارواکي هم برخه اخلي. “افغانان که په هر ځای کې وموندل شيهغه که بزګران وي، دوکانداران وي او یا هم د ساختماني کارګر وي ټول به وایستل شي.»
د پاکستان د کورنیو چارو چارسمبالی زیاتوي، دا مهال په پاکستان کې څه باندې درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې ټول یې له دغه هېواده ایستل کېږي.
په همدې حال کې یوشمېر هغه افغان کډوال چې په تېرو دوو کلونو کې پاکستان ته تللي، د پاکستان د حکومت دغې پرېکړې ته اندېښمن دي.
نوریه چې دا یې مستعار نوم دی سلاموطندار ته وویل: «پاکستان هېڅکله د افغانستان په تړاو سل سلنه پرېکړه نهده کړې، موږ همدلته پاتې کېږو. وضعیت مو باید درک شي، که افغانستان کې مو ښه وضعیت لرلی، دلته نهراتللو. څه مو چې لرل دلته مو مصرف کړل.»
خو کډوالو چارو حقوقو فعالان له پاکستان څخه په ملګروملتو کې د ثبت شویو افغان کډوالو ایستل د نړیوالو قوانینو خلاف بولي.
د کډوالو حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ سلاموطندار ته وویل: «پاکستان د امتیاز ترلاسه کولو په لټه کې دی، له دې موضوع د وسیلې په توګه کار اخلي. نړیوال بنسټونه باید دې برخه کې پاکستان سره خبرې وکړي.»
د يادونې وړ ده چې له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره د پاکستان د حکومت له ضرب الاجل څخه يوازې يوه ورځ پاتې ده.
تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو اعلان کړی و، چې په دغه هېواد کې د مېشتو ۳ میلیونو افغان کډوالو له ډلې ۱،۷ میلیونه یې ناقانونه کډوال دي. د پاکستان د کورنیو چارو موقت وزیر وايي، ۲۰ زره افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.