د میدانوردګ د کرېکټ امریت چارواکي وایي چې دغه ولایت کې د انټرکلب کرېکټ پیل شویو رسمي سیالیو اتلولي د منګل زلمي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د میدانوردګ د کرېکټ امریت له لوري سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سیالۍ یوه میاشت وړاندې د کرېکټ بورډ لهخوا د اتلس رسمي کلبونو څخه د اتلس لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه زیاتوي چې په یادو سیالیو کې دویم مقام د میدانوردګ د کرېکټ اتفاق لوبډلې خپل کړی او لومړي او دویم مقام لوبډلو ته ډالې هم وېشل شوې دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د انټرکلب رسمي سیالیو موخه د ولایت په کچه کرېکټ لوبې ته وده ورکول او د ولایتي لوبډلو لپاره د غوره لوبغاړو غوراوی و.
باید وویل شي چې دغه سیالۍ د میدانوردګ په ګاونډ لوګر کې هم تېره اوونۍ جوړې شوې وې.