په کندوز کې یوشمېر سرچینې او د پېښې عیني شاهدان وايي، سلګونو لمونځکوونکو پرون د جمعې له لمانځه وروسته د فېروزکوه جومات د ملا امام په لارښوونه پر درېوو راډیوګانو برید وکړ. لمونځکوونکو پر زهره، کیهان او چراغ راډیوګانو برید کړی دی.
دغه کسان چې غوسه وو، لومړی پر «زهره» راډیو ورننوتل او د دې راډیو تخنیکي وسایل یې له منځه یووړل. بریدګرو غوښتل پر «کیهان او چراغ» راډیو هم ورننوځي، خو پولیسو یې مخه ونیوله او ونه توانېدل چې یادو راډیوګانو ته زیان ورسوي.
د «زهره» راډیو مسوول محسن احمدي وايي، د یاد جومات ملا امام له هغه وروسته پر راډیوګانو د برید فتوا ورکړه چې د لمانځه پر مهال د جومات غږیز سېسټم له لارې یوه سندره خپره شوه او دوی د زهره راډیو د نشراتي پوښښ له کبله وبلله او په وینا یې، د جومات پر غږیز سېسټم یې اغېز کړی دی.
احمدي وايي، د جمعې لمانځه پر مهال د برښنا د نه موجودیت له کبله د «زهره» راډیو خپرونې بندې وې.
د نوموړي په وینا، په جومات کې په خپل سر سندره غږېدلې او دوی د رسنیو له ملاتړو بنسټونو غوښتنه کوي چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي. هغه زیاتوي، هېڅوک حق نه لري چې په خپل سر د یوې رسنۍ دفتر ته ور ننوځي او وسایل یې ګډوډ کړي.
په کندوز کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول شهباز صابري وايي، د جومات ملا امام سترګې له اوښکو ډکې وې او فتوا يې ورکړه چې په کندوز کې ټولې راډیوګانې باید له منځه یووړل شي، خو خلک یوازې د یوې راډیو په له منځه وړلو وتوانېدل او د نورو هغو مخه ونیول شوه.
د نوموړي په وینا، پر رسنیو د خلکو برید ناقانونه دی او له حکومته یې غوښتي چې نه یوازې دا پېښه وپلټي، بلکې د ورته نورو هغو مخه هم ونیسي. صابري زیاتوي چې یاد ملا امام باید بښنه وغواړي او دا ژمنه هم وکړي چې تر دې وروسته به په ورته کار لاس نه پورې کوي.
د کندوز د امنیې قوماندان ویاند انعامالدین رحماني وايي، په دې برخه کې د پولیسو څېړنې پیل شوي او له عاملانو نه به یې پوښتنې ګروېګنې وشي.
د هغه په خبره، که څه هم تر اوسه د دې پېښې انګېزه نه ده روښانه، خو پولیس هڅه کوي چې په اړه یې پلټنې وکړي.
دا لومړی ځل دی چې په کندوز کې یوشمېر کسان د جومات د ملا امام په هڅونې او لارښوونې سره د یوې رسنۍ پر ورانولو او ورته پر زیان رسولو لاس پورې کوي.
تر دې وړاندې یوشمېر علماوو رسنۍ د فساد خپرولو سرچینه بللې او د له منځه وړلو غوښتنه یې کړې وه.