Asset 1SWN

سیما سمر له دندې ګوښه شوه

sima-1-p0526wwjgdr1738ekgbvz723q64v1ywqmteek03p1w

 

د بشري حقونو او نړیوالو اړيکو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر د دغه بنسټ د ټولو تشکيلاتو د لغوې خبر ورکوي.

نوموړې سلام‌وطندار سره خبرو کې وایي، د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزارت د لغوه کېدو په هکله له دې سره هېڅ مشوره نه ده شوې او پوهېږي هم نه چې حکومت ولې دغه پرېکړه کړې ده.

سیما سمر وايي، د ګوښه کېدو موضوع ورسره شريکه شوې نه ده؛ خو همکارانو يې يوه پاڼه ورکړې چې ښيي له دندې ګوښه شوې ده.

نوموړې وايي، د افغانستان د جمهوري رياست د چارو ادارې رياست ولسمشر ته د نوموړې د ګوښه کېدو وړانديز کړی او ولسمشر هم منظور کړی دی.

سیما سمر تېر کال پر ياده دنده ګمارل شوې وه او ۷ نفرو ورسره کار کاوه.

نوموړې له دې وړاندې د څه باندې ۱۵ کلونو لپاره د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د رییسې په توګه کار کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام