اسراییلي چارواکو ویلي، غزه کې د ماین چاودنې پرمهال یې څلور سرتیري وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.
د راپورونو پر اساس، دا چاودنه تېره ورځ جمعه د اختر په لومړۍ ورځ غزه کې د خان یونس ښار ختیځ ته نږدې، د «بني سهیلا» سیمه کې شوې چې له امله یې یوه ودانۍ نړېدلې.
ویل شوي چې دغه پېښه کې د پنځو ټپي شویو اسراییلي سرتېرو له ډلې د یوه روغتیايي حالت نازک دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته تسلیت ویلی.
اخوا، حماس پر اسراییلو د نورو عملیاتو خبرداری ورکړی دی.



