د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې ۸۴ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت نن (شنبه، وري ۲۲مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه کسان د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د وزارت په وینا، یاد کسان د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو.
له دې وړاندې هم یوشمېر افغانان د عراق، متحده عربي اماراتو، بریتانیا او عمان له زندانونو د خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.