د راپورونو پر اساس، د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې غزه کې تر ۷۰ زره زیات ماشومان د خوارځواکۍ له سختې کچې سره مخامخ دي.
دې سره، غزه کې تازه یو څلور کلن ماشوم د خوړو کمښت له امله مړ شوی.
د دغه ماشوم په مړه کېدو سره، دې وروستیو پنځو ورځو کې غزه کې د لوږې له امله د مړو شويو کسانو شمېر ٣٠ ته ورسېده.
الجزیرې شبکې د تېرې چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د مارچ له دویمې راهیسې غزه کې د لوږې او قحطۍ له امله ٣٢٦ کسانو ژوند بایللی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا داسې مهال دی چې اسراییلو له تېرې چهارشنبې راهیسې په بشري مرستو بار یوازې ١٠٠ لاریو ته، غزې ته د ننوتو اجازه ورکړې.
د چارواکو په وینا، دغه بشري مرستې د غزې د دوه میلیون خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی.
ورته وخت کې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو غزه کې د يوې ډاکترې په کور هوايي بريد کړی چې د هغې نهه ماشومان په کې وژل شوي دي.
دغه مېرمن د غزې خان يونس ښار په یوه روغتون کې کار کوي او وايي، يوازې يو زوی او مېړه يې چې دواړه ټپيان دی ژوندي پاتې شوي دي.



