د میدانوردګ امنیې قومنداني مسوولان وايي، د دغه ولایت د سیداباد ولسوالي اړوند د کابل ـ کندهار پر لویهلار د ټرافیکي پېښې له امله ۷ کسانو ژوند بایللی او ۱۰ نور ټپيان شوې دي.
د دغه ولایت د امنیې قومنداني ویاند محمد یوسف اسرار سلاموطندار ته وویل، پېښه بېګاه ماښام د کابل-کندهار په لویهلاره د فېلډر او لوکسل ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اسرار زیاته کړه، پېښه کې د دریو ماشومانو او دوو میرمنو په ګډون ۷ کسان وژل شوي او د پنځه ماشومانو په ګډون لس نور ټپيان دي.
هغه زیاته کړه، د پېښې ټپيان د سیداباد ولسوالي روغتون ته لیږدول شوي، خو د ځينو ټپيانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.
پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده.



