بولیویا هېواد کې د دوو بس موټرو د ټکر له امله ۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۹ نور ټپیان دي.
پېښه ځايي وخت شنبه، مارچ لومړۍ سهار ۷ بجې د بولیویا په لوېدیځ «پوټوسي» سیمه کې د اویوني او کولچاني ښارونو ترمنځ پر سړک رامنځته شوې ده.
اویوني د «سالار دي اویوني» ښار دروازه بلل کېږي چې د سیلانیانو ورتګ لپاره مشهور ځای او د نړۍ ترټولو لوی مالګین ځای دی چې له ۱۰،۰۰۰ مربع کیلومتره څخه ډېر پراخوالی لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پوټوسي د پولیسو د څانګې ویاند خبریالانو ته وویل: «د دې مرګونې پیښې په پایله کې موږ د اویوني ښار په څلورو روغتونونو کې ۳۹ کسان ټپیان لرو، او ۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»
الجزیرې خبري شبکې نن یکشنبه، مارچ دویمه راپور ورکړی چې پولیس د هغو کسانو د پېژندنې هڅې پیل کړي چې وژل شوي، ټپیان او روغتون ته وړل شوي دي.
له دغو دوو بسونو یو یې، د اورورو پر لور روان و، چېرې چې دامهال په لاتینې امریکا کې د کارنیوال له مهمو جشنونو څخه دی.
بولیویا غرنۍ سیمې او له څار پرته مرګوني سړکونه لري چې هر کال په منځنۍ کچه د ټرافیکي پېښو له امله دغه هېواد کې ۱۴۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.



