د مارچ ۲۴مې له نريرنځ یا تبرکلوز ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې سره هممهاله، د کندهار د بېپولو ډاکټرانو روغتون مسوولان وایي، د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې یې د نريرنځ ۲۷۰۰ ناروغانو درملنه کړې ده.
کندهار کې د بېپولې ډاکټرانو د روغتون استازی داکټر صديق الله اسحاق وویل: دغه روغتون کې په نريرنځ اخته زياتره ناروغان ښځې او ماشومان دي.
دی وايي: “مونږ سره د مقاوم تبرکلوز ۸۵ پېښې ثبت او راجستر شوي او تر درملنې لاندې نیول شوي. مشکوک تبرکلوز لپاره موږ ۴۵زره ناروغان کتلي چې له دې جملې ۲۷سوه ناروغان د احساس تبرکلوز پهپار تر درملنې لاندې نیول شوي دي.”
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې کندهار کې په نريرنځ اخته یوشمېر ناروغان وایي، د دود، تيارو خونو کې د ژوند کولو او روغتيا ته د نه پاملرنې له امله په دغه ناروغي اخته شوي.
دوی وویل، روغتون کې تر بستر کېدو وروسته یې وضعیت مخ په ښه کېدو دی.
په نريرنځ اخته مېرمن سهيلا وايي: “ټوخی مې درلود، مړه تبه مې درلوده، اوس چې یې دغه درمل راکړي، ورسره ښه شوې یمه، صحت مې ښه دی.”
په نريرنځ د اخته ماشومې پلار محیالدین بیا وايي، ۸کلن زوی یې نازک روغتیا وضعیت ته تللی وو، خو تر دوامداره درملنې وروسته یې اوس حالت د ډاډ وړ دی.
دی وايي: “دغه ناروغ TB مریض وو، دا زما لور ده. د مرګ په کې حال وه، موږ په ځولۍ کي پورته کښته کوله. بس الله ژوند ورکړ، اوس ښه ده.”
روغتیاپالان وایي، ککړه هوا، تنګ استوګنځي او د خلکو کمزوری معافیت د نريرنځ یا تبرکلوز ناروغۍ د چټک خپراوي اساسي لاملونه دي.