پر غزې د اسراییل بریدونه؛ ۶۰کسان وژل شوي چې ۱۲ د یوې کورنۍ غړي دي

د راپورونو پر اساس، له پنجشنبې سهار راهیسې په غزه کې له ۶۰ ډېر کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د فلسطین روغتیايي کارکوونکو ویلي چې د اسراییل بریدونو کې د وژل شویو کسانو په ډله کې د غزې په شمال جبالیا کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي هم شامل دي.

د هغه کس د ژوند کیسه چې ورځ یې په ډېرانونو ګرځېدو تیریږي

د لمر په راختلو سره د انګړ له کونجه یوه لویه ژیړه بوجۍ را پورته کوي او له کوره بهر کیږي.

هغه پناه‌داد نوميږي او۴۰کاله عمر لري. په کوڅو، سړکونو او هر ځای چې ‌کې خځلې راټولې وي، د هغه څه په لټه کې وي چې له لارې یې کولی شي، یو څو افغانۍ وګټي.

خپلې شپې او ورځې د پروان د مرکز چاریکارو ښار په یوه څنډه کې یوه زاړه کور کې تېروي.

افغان خاوره کې د ټاپي پروژې ۱۴ سلنه کار بشپړ شوی

افغانستان کې د ټاپي پروژې رییس بګنج عبدالله یوف د هرات والي نور احمد اسلام‌جار سره لیدنه کې ویلي، افغان خاوره کې د دغې پروژې ۱۴ کیلومتر کار بشپړ شوی دی.
هغه زیاتوي، د دغې پروژې ۲۴ کیلومتر لاره هواره شوې هم ده.
دغه لیدنه کې د هرات والي افغان خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو لا چټکتیا لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی دی.

لوګر کې امربالمعرف د موسیقي ۵۰۰ وسایل سوځولي

د لوګر د امربالمعرف، نهې‌عن‌المنکراو شکایتونو اوریدو رییس مولوي عبدالحکیم حقاني پل‌علم کې یوې غونډې ته وویل: « دغه ۵۰۰ د ساز او سرود وسایل چې بېلابېلو سیمو کې له یوشمېر مراسمو څخه د محتسبینو له خوا راټول شوي و، نن وسوځول شول او دغه توکي د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون په رڼا کې راټول او له منځه یوړل شول.»