د سېلابونو خبرداری؛ پېښو ته د رسېدو وزارت: درېوو ورځو کې اته کسان مړه شوي

د اوبو او برښنا وزارت مسوولان د هېواد د سیندیزو حوزو په یوشمېر سیمو کې د اورښتونو، د سېلابونو راوتلو او د اوبو کچې د لوړېدو په تړاو خبرداری ورکوي

د یاد وزارت مسوولان وايي، د روانې اوونۍ د سه‌شنبې تر ورځې د باران او واورې د اورښت له امله د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د اوبو کچې د لوړېدو او سېلابونو راوتلو احتمال ډېر دی.

د لوګر مرستیال والي: د هېواد خپلواکي پر زده‌کړو او یوالي ساتل کېږي

د لوګر مرکز پل‌علم ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مجاهدینو د بریا ۳۲ کلیزه د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

غونډې ته د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، د غويي اتمه د افغانانو لپاره یوه له ویاړه ډکه ورځ ده او د دوی مبارزې وکولای شول چې کمونېستي نظام ړنګ او مجاهدین بریا ته ورسوي.

سبا د هېواد په ۳۱ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیلېږي

د عامې روغتیا وزارت د پولیو له‌منځه وړو عملیاتي مرکز مسوولان سلام وطندار ته وايي، ټاکل شوې چې سبا «دوشنبه، غويي۱۰مه» د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق څلور ورځنی کمپاین پیل شي. بريالي زياتوي، چې د پوليو کمپاين به سبا د افغانستان په درېيو ولايتونو دایکندي، غور او بامیانو کې د باران او سېلابونو له امله پیل نه‌شي.

ای‌پي‌اېل کې نن دوه لوبې کېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن له غرمې وروسته دوه لوبې کېږي چې لومړۍ سیالي به د ګجرات ټایټنز او رویالز چلنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ وشي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه، اپرېل ۲۸مه، د هند د احمداباد په «نرېنډرا موډي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.